اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) ??ګر??ن وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د پاکستان رېلوے مېن لائن ون (اېم اېل-ون) منصوبه د سي پېك يوه مهمه برخه ده٬ حکومت به د اېم اېل-ون منصوبې بشپړولو ته پام لرنه كو??٬ د منصوبې تر سره كو??و په مهال دې د ماحولياتي اثرات خاص خيال وساتلے شي، پاكستان كښې د رېلوے په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پراخه استعداد موجود دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د اېم اېل ون منصوبې جاج اغستو لپاره غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې وفاقي ??ګر??ن وزيرانو شمشاد اختر، سميع سعيد، د وزيراعظم احد خان چيمه، خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوندو چارواكو ګدون كو??و ٬ غونډه د اېم اېل ون منصوبې د بشپړېدو د بېلا بېلو پړاٶنو او تعميري هدفونو پحقله خبر كړې شوه ۔ غونډې ته ووئيل شول د منصوبې پحقله منصوبه بندي په حتمي پړاٶ كښې ده او د راتلونكي كال په پېل كښې به د منصوبې د بنياد تيګه كېښودلې شي۔ غونډې ته ووئيل شول منصوبه به په دوه پړاٶنو كښې تر سره كو??ې شي٬ په وړومبي پړاٶ كښې به د كراچۍ نه تر ملتان 930 كلوميټره پټلۍ غزولې شي٬ په دې برخه كښې به د كال 2022 سېلاب ځپلے د رېلوے انفراسټركچر به هم د نړيوال معيار له مخې برابرولې شي٬ په دوېم پړاٶ كښې به د ملتان نه تر پېښور 796 كلوميټره برخه جوړولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول منصوبه به په داسې طرز جوړولې شي چې په سباٶن كښې د رېلوے د ضرورت له مخې په دې كښې نور جدت هم راوستلے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د منصوبې هدفونه دې په متعين كړي وخت كښې سر كړے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پاکستان په رېلوے كښې د اصلاحات لپاره دې جامع منصوبه وړاندې كړې شي دغسې چې د اېم اېل۔ون منصوبې خوږو څخه بشپړه ګټه پورته كړې شي۔ ده ووئيل د اېم اېل ون منصوبه پېل كو?? او په رېلوے كښې اصلاحات د ??ګر??ن حكومت ورومبۍ ترجيج ده۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په پاکستان رېلوے كښې دې اصلاحات وكړے شي او د دې د استعداد څخه دې بشپړه توګه ګټه پورته كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د منصوبې بشپړېدو سره به په هېواد كښې د روزګار نوې موقعې او د سامان د ترسيل لګښت كمېدو سره سره د سفر لګښت او وخت هم كم شي٬ د منصوبې سره به د پاكستان بندر ځايونو سره نه يواځې د معاشي مركزونو مواصلاتي روابط زيات شي بلكې د سي پېك له مخئ د منطقې نورو هېوادونو لپاره به د ټرانزټ روټ ??قصد هم ترسره شي
حکومت به د اېم اېل-ون منصوبې بشپړولو ته پام لرنه كوي٬د رېلوے په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پراخه استعداد موجود دے ۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں