اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر وئېلي دي د قام سلامتيا په كمېټۍ كښې د اسد مجيد څخه د سائفر په اړه پوښتنه شوې ٬سفير په وضاحت سره د سائفر مندرجات څخه نېشنل سېكورټي كمېټي خبر كړې٬په سائفر كښې چې كومه ژبه كارولې شوې د دې په بنياد سفير د ډي مارش تجويز وركړے ؤ ۔سفير ووئيل په سائفر كښې چې كومه ژبه كارولې شوې هغه غېر معمولي وه۔حنا رباني كهر ووئيل پاكستاني سفير اسد مجيد په پروفېشنل انداز كښې خپل فرض ادا كړي۔د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر ووئيل په سائفر كښې د افغانستان٬يوكرين او پاك٬امريكا اړيكو په اړه خبره شوې٬پخواني حكومت دې سائفر ته كله خط وئېلو او كله مراسله ۔حنا رباني كهر ووئيل چې دومره لويه دړكه وه نو هغه په اسلام آباد كښې د امريكې سفارتخانې ته احتجاج ولې نه كولو۔د مراسلې د راتللو نه پس څو ورځې چپ ولې پاتې شوے ؤ ٬ دې ووئېل ادارې او مراسله ليكونكے سفير په دې خبره متفق دې چې دې ته سازش نشي وئېلے كېدے۔د پخواني حكومت لخوا دا ډول دروغ وئېلي شوي چې هغه رېښتيا نه محسوسېدل
د قام سلامتيا كمېټۍ كښې د اسد مجيد څخه د سائفر په اړه پوښتنه شوې ٬سفير په وضاحت سره د سائفر مندرجات څخه نېشنل سېكورټي كمېټي خبر كړه٬د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډې په اړه د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر بيان
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا