اسلام آباد 15جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي صحت خاص مرتسيال ډاكټر فيصل سلطان وئيلي دي كورونا رسك الاونس به د وفاق په ټولو رغتونون كښې نافذ وي،ټول ميډيكل وركرز چا چې د كووډ۔19 وبا خپريدو په مهال د خپلو ځانونو پروا كولو نه غير د رنځورانو خيال ساتلے هغه زمونږ اتلان دي، د كووډ۔19 پيل نه تر اوسه صورتحال او د دې مقابله كولو كښې دهيلتھ كيئر وركرز لوئې لاس دے او ټوله نړۍ كښې مونږ ته چې كوم داد ترلاسه كيږي هغه د پيراميډيكل سټاف، ډاكټرز ، نرسز او ټول هيلتھ كيئر وركرز خذمت نه غير ناممكن ؤ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پولي كلينك روغتون كښې د پيراميډيكل سټاف احتجاجي پرلت ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل ټول ميډيكل سټاف ته بايد كورونا رسك الائونس تر لاسه شي،د دې په ترلاسه كيدو كښې څه وخت لګيدلے خو دا زما لوظ دے چې ټولو ته به وركړے كيږي۔ده ووئيل كورونا رسك الاونس كښې وخت لګېدلے كومه چې ښه خبره نه ده خو د تيرو ورځو الاونس به هم دركړے شي۔ ده ووئيل د رواني مياشت تر آخر به ټول مراحل بشپړ شي دغسې چې ټول وګړي نور تاخير څخه بچ شي۔
كورونا رسك الاونس به د وفاق په ټولو روغتونونو كښې نافذ وي، د هيلتھ كيئر وركرز په ښه كاركردګۍ پاكستان ته د ټولې نړۍ نه داد ترلاسه كيږي،د وزيراعظم د قامي صحت خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان پولي كلينك كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا