سلام آباد 08 اگست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د كوئټه په سول روغتون كښې د بمي چاودنې سخته عندنه كولو سره په پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د ګل ??ه ورځ د وزيراعظم هاؤس لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل چې چا ته به هم د صوبې د امن خرابولو اجازه ورنه كړے شي ځكه چې دا امن د امنيتي ځواكونو٬ پوليسو او د بلوچستان اولس د هڅو او د لويو قربانيو په نت??جه كښې بحال شوے۔ وزيراعظم نواز شريف ژوبل شويو كسانو ته د د معالجې غوره اسانيو وركولو هدايت وكړو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د ??پل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته وكيلانو او سول سوسائټې لپاره د حفاظتي انتظاماتو ټېنګولو هدايت هم وكړو۔
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن