اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د پي آئي اے په هېواد كښې او بهر هېوادونو كښې د اثاثو په بشپړه ت??ګه د سپېځلي طريقه كار د لارې غوره كارولو ته خاص پام لرنه وكړئ دغسې چې دا اثاثې په اولس د نور بوجھ جو??ېدو په ځاې ادارې لپاره مالي وسائل راپېدا كړے شي۔ دا خبره و??ير??عظم عمران خان د ګل په ورځ په قامي ايئرلائن كښې د اصلاحاتو او تنظيم نو په باله د غونډې مشرھ كولو په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، ډاکټر عشرت حسېن، خاص مرستيال ليفټيننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوہ، د پاكستان انټرنېشنل اېئر لاننز چيف اېګرېكټو افسر ائير مارشل ارشد ملك او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د پي آئي اے سي اي او وزيرِاعظم ته په دې وروستيو كښې د الوتكې پېښې د تحقيقات ٬ د شهيدانو مړي كورنيو ته د سپارلو٬ ځپليو ته د معاوضې وركولو په اړه تر اوسه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړو٬ د قامي ائير لائن تنظيم نو او اصلاحات تفصيلي روډ مېپ او په دې د عملدرامد په اړه ټائم لائنز و??ير??عظم ته وړاندې كړے شو۔ د پي آئي اے سي اي او ووئيل تر اوسه اداره شپږ اربه روپو مياشتني زيان سره مخ ده۔ ده ووئيل يوازې د 14500 ملازمانو په تنخاګانو خرڅونه 24 اربه روپۍ په كلنه ت??ګه راځي۔ ده ووئيل په تېرو 12 كالو كښې د ادارې لس مشران بدل كړې شوي ۔ ده ووئيل موجوده چېف اېګزېكټو پخپله 16 مياشتو موده كښې درې مياشتې د عدالتي كېسونو له امله د خپل كار كولو نه قاصر ٶ۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول د دغې وجوهاتو په سوب په اداره كښې د اصلاحاتو عمل سخت ځپلے كېدو۔ ايئر مارشل ارشد ملك و??ير??عظم ته د قامي اېئر لائن د تنظيم نو ، د ادارې د مالي نظم اوضبط ښه كولو، د ادارې اثاثې ښه كولو او په موثر طريقه پكار راوستلو او په نورو اړوندو چارو په ترتيب كړې لائحه عمل تفيصلي بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د اوسنۍ وضعې په سوب د ګردې نړۍ ايئرلائن انډسټري ځپلې شوې او په دې لړ كښې د اصلاحات عمل روان دے۔ په دې موقع غ??نډې ته خپله وېنا كښې و??ير??عظم ووئيل د كرونا وائرس له امله د هېواد معيشت ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل د سركاري ادارو لخوا د اربونو روپو د مياشتنې زيان ټول بوجه اولس برداشت كوي۔ و??ير??عظم ووئيل اوسنۍ وضعه د دې امر متقاضي ده چې په مياشتني بنياد د اربونو روپو په زيان چلېدونكي ايئرلائن كښې د اصلاحاتو او تنظيم نو عمل لا تند كړے شي۔ و??ير??عظم ووئيل د ادارې په خرڅونو كښې كمې راوستل، د ادارې آمدن او مالي وسائل زياتول او د الوتكو (فليټ) اپ ګرېډيشن ته دې خاص پاملرنه وكړې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې قامي ايئرلائن كښې د اصلاحات او تنظيم نو په حقله غونډه
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری