اسلام آباد23ستمبر (اے پي پي) د قانون سازۍ چارو ترسره كولو له د كابينې د جوړي كمېټۍ غونډه د وفاقي وزير بيرسټر ډاكټر فروغ نسيم په مشرۍ كښې شوې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيري ډاكټر شيريں مزاري، وفاقي وزير شفقت محمود، وفاقي وزير اعظم سواتي، وفاقي وزيري زبيده جلال، وزير مملكت علي محمد خان او د وزيراعظم خاص مرستيالي ډاكټر ثانيه نشتر ګډون كولو ٬ دغسې وفاقي وزير مونس الٰهيد وډيو لنكد لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د فوجداريپه قوانين كښې د اصلاحات په مسوده تفصيلي بحث وكړے شو۔ د كمېتۍ څخه د منظورۍ نه پس به مسوده وفاقي كابينې ته منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي۔د قانون او انصاف وزارت د اړخه جاري بيان له مخې د دې تراميم مقصد په فوجدارۍ انصاف نظام كښې اصلاحات كول دي- په دې قوانين كښې كوډ آف كريمنل پروسيجر، پاكستان پينل كوډ، د شهادت قانون ، كنټرول آف ناركوټكس، ريلوے ايكټ، پاكستان پرزنس رولز، اسلام آباد كيپيټل ټيريټريكريمنل پراسيكيوشن سروس او اسلام آباد كيپيټل ټيريټري فرانزك سائنس ايجنسي ايكټ شامل دي۔ په فوجداري قوانين كښې د بدلون كولو لپاره د قانون وزير په مشرۍ كښې لوئې هڅي شوي۔په دې قوانين كښې د بدلونونو په اړه د اړوندو محكمو څخه راے اخستلې شوي۔ټولو صوبائي پوليسو ، اسلام آباد پوليس، پراسيكيوټرز جنرل او پراسيكيوشن ډيپارټمنټس څخه رائے ترلاسه شوي۔وكيلانو ٬ اين جي اوز، د بشري حقونو وكيلانو ، د څلورو واړو صوبو هوم سيكريټريز او د اټارني جنرل آفس نمائندګانو سره هم مشاورت شوے۔د پنجاب ټول صوبائي سيكريټريز او د خېبرپښتونخوا ايډووكيټ جنرل آفس غړو سره هم مشاورت شوے ۔د دې بدلونونو په وخت د لاء اينډ جسټس كمېشن د اړوندو رپورټونو هم جاج اخستلے شوے
د قانون وفاقي وزير بيرسټر فروغ نسيم په مشرۍ كښې د قانون سازۍ چارو ترسره كولو له د كابينې جوړي كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina