اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې ډاكټر شهباز ګل سره په لاهور كښې په رامخې ته شوې پیښه چې څومره هم غندنه وكړی شي كمه ده٬دا د مريم نواز د غونډګانو حركت دے٬دې ډول پیښو سره به په سياست كښې تاؤ ترېښوالې لا زيات شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې كړي۔ده ووئيل چې (ن)ليګ د وړاندې نه په بنده كوڅه كښې داخل شوې٬دې ډول حركتونو سره به دا خلك نور هم يواځې پاتې شي٬زه ګڼم چې د (ن)ليګ مشرتابه پھ خاص توګه شهباز شريف له په سمدستي توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره د شهباز ګل څخه بخښنه اوغواړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات