اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي عمران خان كركټ د مېچ بال ټېمپرنګ او پاناما كېس د دروغو ټېمپرنګ د لارې ګټل غواړي۔ د شورؤ په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د لاهور پېښې د شهيدان خاورو ته د سپارلو ??ړۍ له پاي ته رسېدلې هم نه ده چې عمران خان ټكونه كول پېل كړي۔ ده ووئيل د ټكونو كولو حق اپوزيشن لري۔ بياهم تنقيد بايد تعميري وي او ددې د لارې بايد سياسي پوئنټ سكورنګ ونه كړې شي۔ طلال چوهدری ووئيل د امنيتي ځواكونو چارواكو او ځوانانو زمونږ ح??اظت كوول له د خپلو سرونو قرباني وركړې۔ مونږ ته په دوئي وياړ دے۔ ده ووئيل عمران خان ته بايد دا معلومه شي چې پنجاب پوليس د شهباز شريف په مشرۍ كښې د تېرو د??ې نيمو كالو ??ه مهال چې څومره ترهه ګر نيولي دي هغوي ته ئې سزاګانې وركړي دي او په سلګونو ئې وژلي دي۔ او دا شمېره د درې واړو صوبو د شمې??ې نه زياته ده۔ ده ووئيل كه عمران خان د دھرونو او سول نافرمانۍ د لارې د هېواد د د پرمختګ لاره نيولې ن?? وې نو نن چې مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په كوم ځائې ولاړ يو دې نه به ډېر وړاندې تلې وو۔ سي پېك منصوبه كښی به لا تندي راغلې وه۔ د توان ستونزه به كمه شوې او زلمو ته به روزګار ترلاسه شوې ؤ۔
عمران خان پاناما كېس د دروغو په ټمپرنګ ګټل غواړي۔ د عمران دروغو نه خلق تنګ راغلي۔ طلال چوهدري
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش