اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د لسبيله بلوچستان چورلكې په پېښه كښې د شهيد شوي كور كمانډر 12 كور لېفټيننټ جنرل سرفراز علي شهيد كور ته تللے چرته چې هغه د شهيد لپاره لاس نيوه كړې او كورنۍ سره ئې غمرازي ښكاره كړې۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دفاع وزير خواجه آصف او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب هم د وزيراعظم سره وه۔وزيراعظم د لېفټيننټ جنرل سرفراز علي شهيد لپاره فاتحه خواني وكړه او د هغه كورنۍ سره يې غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل زمونږ شهيدان زمونږ وياړ دے٬د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د وطن حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قربانولو نه كله هم ډډه نه ده كړی۔ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد جنګ وي يا كوم بل قدرتي آفت٬ د پاك پوځ ځوانان او افسران تل د قام محافظ په توګه مېدان ته راوتلي۔ وزيراعظم ووئېل زما پشمول ټول قام شهيدانو ته په دې قربانيو پیرزوئنې وړاندې كوي۔وزيراعظم د دې څخه وړاندې د اګست په 14مه نېټه د ميجر طلحه منان شهيد كورنۍ سره غمرازۍ لپاره د هغه كور ته تللے ؤ
وزيراعظم شهباز شريف د شهيد كور كمانډر 12 كور لېفټيننټ جنرل سرفراز علي شهيد كور ته لاړو٬د شهيد لپاره لاس نيوه ٬كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش