اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پېښور د قصه خوانې بازار په جامع مسجد اماميه كښې د چاودنې سخته غندنه كړې. د جمعې په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت په چاودنه كښې په قېمتي ځاني زيان خواشيني ښودلې. صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كړې. ده د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كړې.
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر