پېنډي 22نومبر(اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه وئېلي دي پاكستان د ټولو سيمه ايزو شراكتدارو سره د دوه اړخيزه رابطو روايت برقرار ساتلو او په سيمه كښې د جامع امن خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې د هاؤس فارن افيئر كمېټۍ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔پلاوي د چيئرمېن ګرے ګوري ويلډن ميكس او امرېش بابولال بيرا٬د اېچ اېف اے سي غړي په مشرۍ كښې د سرلښكر سره ملاقات كولو ۔د آئي اېس پي آر له مخې په ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې په چارو او د افغانستان امنيتي صورتحال او په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔سرلښكر ووئيل پاكستان د ټولو سيمه ايزو شراكتدارو سره د دوه اړخيزه رابطو روايت په ځاې ساتلو او په سيمه كښې د كوټلي امن خوښي لري۔ده د انساني بحران څخه بچ كېدو او د افغانانو معاشي پرمختګ لپاره د كوټلو هڅو په لړ كښې د افغانستان په معامله د نړيوال اتحاد لپاره د عزم پخلے وكړو۔ده يو ځل بيا په دې خبره زور راوړوو چې په افغانستان كښې د امن مطلب په پاكستان كښې امن دے۔په دوره راغلو مېلمنو د افغانستان په صورتحال كښې د پاكستان كردار٬كوټلي بارډر منيجمنټ لپاره خصوصي هڅې او سيمه ايز امن كښې كردار وستائېلو۔دوي د پاكستان سره په هره كچه سفارتي مرسته كښې لا ښه والي لپاره د خپل كردار ترسره كولو د عزم څرګندونه هم وكړه
پاكستان د ټولو سيمه ايزو شراكتدارو سره د دوه اړخيزه رابطو روايت برقرار ساتلو سره په سيمه كښې جامع امن له خوښي لري۔قمر جاوېد باجوه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی