اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې په 5 مه جنوری كال 1949 د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل متفقه قرارداد منظور كړو په كوم كښې چې هند ته وئيلې شوې وو چې هغه كشميري اولس ته د خپل سباؤن پرېكړه پخپله كولو له د خپلواكۍ حق موقعه وركړي ، نن د كنټرول لائن دواړو اړخونو په شمول په ټوله نړۍ كښې دا ورځ لمانځلې شي۔ وزیر مملکت فرخ حبيب د 5 جنورۍ د خپلواكۍ حق ورځې په موقعه خپل خصوصي پېغام كښې ووئيل په 5مه جنوری كال 1949 د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل متفقه قرارداد منظور كړو په كوم چې هند ته وئيلې شوې وو چې هغه كشميري اولس ته د خپل سباؤن پرېكړه پخپله كولو له د خپلواكۍ حق موقعه وركړي- وزير مملكت ووئيل چې د كشمير مسئله ملګرو ملتونو ته هند پخپله وړلې وه او هند د متفقه قرارداد د لارۍ ګردې نړۍ سره عهد كړې و چې هغه به كشميري اولس ته د رايو شمېر حق وركړي۔ هغه ووئيل د كشمير بې ګناه او غېرتي اولس بشپړه جذبې سره تحريك مخ په وړاندې بوتللو۔ فرخ حبیب ووئيل هندي پوځ د كشميري اولس په ضد د رياستي ترهګرۍ تر ټولو ناوړه لړۍ روانه ساتلې ده۔ وزیر مملکت ووئيل چې د اروپائي ائتلاف په شمول نړيوالې ورورولۍ په هند زور راوړې دې چې هغه دې په مقبوضه رياست كښې د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ بندې كړي او د دې مسئلې دې داسې يو حق راوباسي كوم چې ټولو لپاره د قبلولو وړ وي۔
هندي پوځ د كشميري اولس په ضد د رياستي ترهګرۍ ناوړه لړۍ روانه ساتلې ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل