اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د بوسنيا او ماليزيا خارجه وزيران ډاکټر بسيرا ترکووچ او سېف الدين عبداللہ د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره د خالي په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلي۔ د دفاعي پېداوار وفاقي وزېرې زبيدہ جلال د دواړو خارجه وزيرانو خپل پلاوي سره هركلې وكړو۔ پپه دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې د بوسنيا خارجه وزير بسيرا ترکووچ وزيراعظم عمران خان ته د افغانستان په مسئلې د اهم كنفرنس په كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل افغانستان كښې په موجودہ مسئلو خبره كول ډېره ضروري دي۔ په دې موقع د ماليزيا خارجه وزير د او آئي سي د خاص غونډې په كوربتوب د وزيراعظم عمران خان ستائنه كولو سره ووئيل چې په دې معامله كښې پاكستان ډېر ښه مثال قائم كړې دې ځكه چې پاكستان د وړاندې نه د څلوېښت لكه افغان كډوالو كوربتوب كوي او د دوي هر ډول مرسته كوي۔ ده ووئيل دا په وخت او اهم ملاقات دے چې په كښې اسلامي نړۍ راجمع كېدو سره د افغانستان د اهم مسئلو حل لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي۔ په دې موقع وفاقي وزيرې زبېدہ جلال د افغانانو خېرښګړې لپاره د پاكستان په اقداماتو رڼا اچولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده چې دا ډول يو مهم ګام پورته كوي۔
د بوسنيا او ماليزيا خارجه وزيران او آئي سي غونډه كښې ګډون لپاره راورسېدل
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے