اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د پاكستان حکومت به ګړندے كار كوي او قامي معيشت ته د رامخې ته چېلنجونو د مقابلې به هڅې كوي، جامع او تل پاتې اقتصادي نمو او د برآمدات زياتوالے به د نوي مالي كال د وفاقي بجټ مهم هدفونه وي، په نوي مالي كال كښې به زري او مالياتي استحکام باوري كول او خساره تر پنځه فيصده راوستل زمونږ هدف دے، د جي ډي پي نمو د 5 نه تر 6 فيصده د ټاكلو امكان دے،په افراط زر قابو موندلو لپاره به اقدامات كوٶ٬ په نوي مالي كال كښې به حكومت په هدف آډانه سبسډي وركوي، په مجموعي توګه به 8.5 كروړه پاكستانيانو ته 2 زره روپۍ د مياشتۍ مشاهره وركولې شي، پخواني حكومت ټولې سختې پرېكړې مونږ ته پرېښودې دي خو زمونږ نيت پاك دے، حالات سخت دي خو مونږ له به د معيشت بهترۍ لپاره خپل كردار لوبول وي۔ د نهې په ورځ د خزانې وزارت په اهتمام په نوي مالي كال كښې د وفاقي بجټ پحقله بزنس، آئي ټي، زراعت او نورو څانګو سره تعلق لرونكي پوهانو او شراكتدارو سره مشاورت لپاره د تابيا كړي پري بجټ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې مفتاح اسماعيل ووئيل وزيراعظم دا خواهش لرلو چې د بجټ مرتب كولو په وخت ټولو شراكتدارو سره مشاورت وكړے شي او د ھغوي رائے ترلاسه كړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل دا مهال د معيشت پحقله ستونزې موجود دي خو په ګډه مخ په وړاندې تلل دي، ټولې څانګې به ځان سره روانې ساتو۔ د خزانې وزير ووئيل كله چې اوسني حكومت واك ترلاسه كړٶ نو پاكستان د افراط زر په اړه درېم لوي هېواد ٶ، په تېرو څلورو كالو كښې د پاكستان 2 كروړه اولس د غربت د خط نه لاندې ژوند كولو، 60 لکه كسان بې روزګاره شوي،د كال 1952 نه پس په وړومبي ځل زمونږ منفي ګروتھ راغلے چې ورسره بې روزګاري او غربت زيات شوے، ده ووئېل د پاکستان قرض كښې د اضافې شرح زياته وه٬ سږ كال د 5 زره 600 اربه روپو د خسارې اندېښنه ده، زمونږ په تېرو پنځو كاله دور كښې اوسط خساره 1650 اربه روپۍ وه او په روان مالي كال كښې 5600 اربه روپۍ اوسط خساره متوقع ده ۔ مفتاح اسماعيل ووئيل د كال 18-2017 د جي ډي پي په لحاظ سره د خسارې شرح 6.5 فيصد وه، د پي ټي آئي په وړومبي كال خساره 9.1 فيصد شوې٬ په بل كال 7.1 او بيا 8.1 فيصد ته راغلې، دا ستم ظريقي ده چې پخواني حكومت په دسمبر كښې د آئي اېم اېف سره چې كومه لوظنامه كړې وه په ھغې كښې پرائمري خساره تر 25 اربه روپو هدف وه خو سږ كال به متوقع خساره 1332 اربه روپۍ وي،ده ووئېل د دې زيانونو په سبب په مونږ پور زيات شوے، د مسلم ليګ (ن) په دور كښې قرض اوسط 2132 اربه روپۍ ٶ او د پي ټي آئي په دور كښې دا اوسط 5177 اربه روپۍ رېكارډ كړے شوے، مونږ اوسط 2132 اربه روپۍ قرضو كښې بنيادي ډهانچه جوړه كړې٬ د برېښنا او ګاز پلانټس لګولې شوي ، ګوادر ته وده وركړې شوې او موټروېز هم جوړې كړې شوي ۔د خزانې وزير ووئيل لياقت علي خان نه تر ناصر الملك حكومتونو په 70 كالو كښې 25 زره اربه روپۍ پور اغستے او د پي ټي آئي په دور كښې 20 زره اربه روپۍ قرض اخستلے شوے، د هېواد په تاريخ كښې په مجموعي توګه د 80 په تناسب د عمران خان حكومت قرضې اخستې، په نوي مالي كال كښې مونږ له 3900 اربه روپۍ قرض واپس كول دي۔ د خزانې وزير ووئيل د ګاز او برېښنا څانګه كښې ګرځينده قرض موجوده حكومت ته په ورثه كښې پاتې كېدونكې دوېمه لويه مسئله ده، د برېښنا څانګه كښې ګرځينده قرض 2500 او د ګاز په څانګه كښې 1500 اربه روپۍ دے تر څو چې مونږ د برېښنا او ګاز په څانګه كښې اصلاحات ونه كړو زمونږ مسئلې به حل نه شي۔ وفاقي وزيرمفتاح اسماعيل ووئيل په مجموعه توګه په نوي مالي كال كښې 21 اربه ډالره قرض مونږ له واپس كول دي، د روانو حسابونو خساره تر 16 اربه ډالره متوقع ده ، په نوي مالي كال كښ مونږ دا كمولې شو خو دې سره به معيشت اودرېږي٬ دغسې په نوي مالي كال كښې به د زرمبادله پانګې د 18 اربه ډالرو كچې ته راوستل وي٬ دې لپاره مونږ له د 40 اربه ډالرو انتظام كول دي او ان شاء اﷲ په دې كښې به مونږ كاميابېږو٬ ده ووئېل په تېرو دوو مياشتو كښې مونږ د ټولو نه وړاندې آئي اېم اېف سره رابطه كړې او آئي اېم اېف سره به ډېر زر لوظنامه وشي، حکومت سختې پرېكړې كړي خو داسې كول ضروري وو، د پټروليم مصنوعات سبسډي له امله د حكومت هره مياشت 120اربه روپۍ زيان كېدو او د ټول حكومت چلولو مياشتنۍ خرڅ 42 اربه روپۍ دے۔ د پخواني وزيراعظم عمران خان حکومت آئي اېم اېف سره دا لوظنامه كړې وه چې سبسډي به نه وركوٶ او په پټروليم مصنوعات به لېوي هم اغستلې شي٬ كه مونږ د شوکت ترين په فارموله چلېدلو نو د پټرول بيعه به 300 روپۍ ليټر ته رسېدلې ٶه خو مونږ داسې ونه كړل٬ ده ووئېل په فرورۍ كښې چې كله دوي ته معلومه شوه چې د دوي حكومت ختمېدونكے دے نو دوي د پټروليم مصنوعات بيعه منجمد كړه۔ د خزانې وزير ووئيل فرورۍ كښې پخواني وزيراعظم د روسيه دوره كړې، د ھغه وخت يو ورځپاڼه ما ته راوښائۍ چې په دوره كښې ئې د تېلو څه ذكر شته، حماد اظهر په 30 مارچ روسيه ته چيټۍ ليكلې چې مونږ ته دې تېل راكړے شي چې ځواب ئې تر اوسه نه دې راغلے٬ مونږ په روسيه كښې خپلو سفيرانو ته هم ووئيل چې ھغوي د دې معاملې جاج واخلي، د روسيه چارواكي دې مونږ ته اووائي چې پاکستان سره په كال 2015 كښې د ګاز پائپ لائن لوظنانه شوې وه په ھغې كوم پېشرفت شوے ؟۔ د خزانې وزير ووئيل روسيه څخه د غنمو اغستو لپاره د اي سي سي منظوري زمونږ په دور كښې شوې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حکومت تر اته مياشتو د ډيوټي ډرا بېك سمري ايساره كړې وه او په دې مد كښې ئې پېسې جاري نه كړې خو چې دوي ته معلومه شوه چې حكومت روان دے نو د مارچ په 30مه نيټه ئې د اي سي سي غونډه رابلله او منظوري ئې وركړه، ده ووئيل موجوده حکومت سعودي عرب، چين، يو اے اي او نورو ملګرو هېوادونو سره بيا رابطې جوړې كړي، وزيراعظم شهباز شريف او خارجه وزير خارجه بلال بھټو زرداري د چين چارواكو سره رابطې كړې او دغې نه پس چين په مارچ كښې پاكستان لپاره ستنونكے قرض بيا رول اوور كړے، د دې په نتيجه كښې به پاکستان ته په كلنه توګه 23 مېليونه ډالره بچت وشي، چين د سود په شرح كښې هم كمے كړے ، سعودي عرب په دسمبر كښې پاکستان لپاره خپلې قرضې ري رول كړي، ددې نه علاوه سعودي عرب په مؤخر ادائېګي تېلو وركولو كښې اضافه هم كولې شي چې ورسره به مونږ ته په مؤخر ادائيګۍ اېل اېن جي هم ترلاسه كېدې شي۔ د خزانې وزير ووئيل په نوي مالي كال كښې د زري او مالياتي استحكام باوري كول او خساره 5 فيصده كچې ته راوستل زمونږ هدف دے ده۔ ووئيل پاکستان 3.5 مېليونه ټن پام، سويابين او نور خوراكي تېل درآمد كوي٬ نړيوال ماركيټ كښې د خوراكي تېلو بيعه 1800 ډالر ده٬ په روان مالي كال كښې مونږ د 4 اربه ډالرو خوراكي تېل درآمد كړي، راتلونكي كال كښې به د 7 اربه ډالرو تېلو ضرورت وي ٬ د كومو چې مونږ متحمل كېدے نه شو، په دې وضعه كښې به مونږ له په ځائي توګه خوراكي تېل پېدا كولو پلو پام ګرځول وي، مونږ به د كركيلې په څانګه كښې سرمايه كاري كوٶ٬ د كروندګرو به معاونت كوٶ، په زرعي تخمونو به كار كول وي٬ برامدات زياتولو لپاره به اقدامات كول وي ، بلوچستان، چولستان او د هېواد په غرئيزو او نيمو غرئېزو سيمو كښې به كوچني ډېمونه ٬ بندونه او ډرپ ايرېګيشن ته وده وركوٶ۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل ووئيل د پاكستان حکومت به په بيړھ كار كولو سره قامي معيشت ته د رامخې ته چېلنجونو د مقابلې هڅې كوي، جامع او تل پتې اقتصادي نمو او برآمدات كښې اضافه به د نوي مالي كال د وفاقي بجټ مهم هدفونه وي، ده ووئېل په نوي مالي كال كښې زري او مالياتي استحکام باوري كول او خساره تر پنځه فيصده كچې راوستل زمونږ هدف دے، د جي ډي پي نمو 5 نه تر 6 فيصده د ټاكلو امكان دے،په افراط زر قابو موندلو لپاره به اقدامات كوٶ۔ د خزانې وزير ووئيل د نجكارۍ عمل مخ په وړاندې بوتلل د وخت مهم ضرورت دے ځكه چې دې سره به زمونږ زياتره خساره كمه يا ختمه شي
جامع او تل پاتې اقتصادي نمو او د برآمدات زياتوالے به د نوي مالي كال د وفاقي بجټ مهم هدفونه وي۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل پري بجټ کنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل