اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې د خرڅونو اندازه 9502 اربه روپۍ لګولې چې پكښې د پور ادائيګۍ لپاره 800 اربه روپۍ د بيلولو تجويز دے ۔ د خزاني وزير مفتاح اسماعيل په خپل بجټ تقرير كښې وئيلي دي د هېواد دفاع لپاره 1523 اربه روپۍ، سول انتظاميې خرڅونو لپاره 550 اربه روپۍ د بېلولو وړاندېز لرو ۔دغسې د پنشن په لړ كښې 530 اربه روپۍ به وركولې شي ۔د اولس سهولت لپاره د هدف تر مخه سبسډيز لپاره 699 اربه روپۍ او د ګرانټ په صورت 1242 اربه روپۍ به اېښودلې شي چې پكښې بي آئي ايس پي، بيت المال او د نورو محكمو ګرانټس شامل دي
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ