اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ د شانګله دوره كوي چرته به چې هغه په بشام كښې اولسي غونډې ته وېنا كوي. د وزيراعظم د غونډې تيارې روانې دي او دا د مسلم ليګ ن د عوامي رابطه كمپائن برخه ده. د وزيراعظم سلاكار انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د شانګله اولس د خپل وزيراعظم د راتګ په انتظار دے كوم چې د يو محنتي سياستدان په توګه پېژندلې شي. ده ووئيل چې د عوامي رابطه كمپائن په لړ كښې ب ه د مئي په 11مه نېټه په صوابي كښې غونډه كېږي ، غونډې ته به وزيراعظم وېنا كوي. ده ووئيل چې تېر حكومت په څلورو كلونو كښې د خپلو لوظونو په پوره كولو كښې په مكمل توګه پاتې راغلے.
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک