اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اکرم دراني وئيلي دي چې د پېغمبر علېه السلام ژوند ټول کائنات لپاره د لار?? مشال دے په كوم عمل كولو سره چې مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابي ترلاسه كولې شو او هغه د ټولو لپاره د رحمت سرچينه ده چا چې انسانیت د جهالت له تیارو څخه راوویست ا?? د ??نسانیت لوړو پوړو ته يۍ ورسولو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي د ميلاد النبي په موقع وكړه كومه به چې د اكتوبر په نهمه نېټه ډېر مذهبي جوش او جذبې سره نمانځلې شي۔ سپیکر په دې موقعه اسلامي نړۍ ته مبارکي وركولو سره ووئيل د نبي كريم (ص) ژوند مبارك د ټول انسانیت د پرمختګ ا?? لارښوونې سرچینه ده۔ هغه ووئیل د رسول كريم (ص) د سنتو پېروی كولو سره مونږ د خپلو ټولو ستونزو حل لټولې شؤ۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د انصار په ډول د جذبې څرګندونې ته اړتيا ده۔ ده په دې ط??يع?? آفتونو كښې پروردګار ته د رجوع كولو او د نبي كريم (ص ) په لارښوون?? د ??مل كولو په حاجت زور راوړو۔
د نبي كريم (ص) پاك ژوند ټول انسانيت لپاره يوه بهترينه نمونه ده٬ د سپيكر او دوهم سپيكر د عيد ميلاد النبي (ص) په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری