اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح په سيرت او دوراندېشې سره د نيمې وچې نقشه بدلولو سره مونږ ته يو آزاد وطن راكړې٬نن به مونږ ته د سباؤن پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د هغه فرمان اتح??د٬??يمان او تنظيم د بنيادي اصولو په توګه خپرول وي۔ده دا خبرې د قا??د ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړې۔اولس مشر ووئيل چې نننۍ ورځ زمونږ د وطن په تاريخ كښې يو خاص اهميت لري٬دا ورځ د هغه عظيم قائد د زېږون ورځ ده كوم چې د نيمې وچې نقشه بدله كړه او مونږ ته يې د پاكستان په نوم يو آزاد وطن راكړو۔ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د يو وژن لرونكې شخصيت مالك وو كوم چې د نيمې وچې مسلمانانو ته يوه جلا پیژندګلي وركړه٬د دوي د ضرورياتو او د سياسي اړخ ټا??نه وكړه٬په هند او مقبوضه كشمير كښې اوسنې صورتحال ??ه نظر كښې ساتلو سره د بابائے قوم د بصيرت او دروندېشې مشاهده نن هم كېدې شي۔اولس مشر ووئيل چې مونږ نن د بابائے قوم د تصور له مخې د پرمختګ او خوشحالۍ په لار روان يو٬نن لويې قائد ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كولو لپاره بايد يو موټې شو او د ده تعليمات عملي كړو۔اولس مشر ووئيل چې بايد مونږ اتح??د٬??يمان او تنظيم د خپل سباؤن پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د بنيادي اصولو په توګه اختيار كړو۔
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قائد ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل