کراچۍ 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان او تركيه اړيكې لوړې كچې ته رسول پېل شوي٬ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ، پي اېن اېس بدر د پاك تركيه د همكارۍ غوره مثال دے، ډېر زر به د پاکستان په پرمختګ او سوكالۍ كښې د تركيه لويه برخه وي، د سي پېك منصوبه د سيمه ايزو روابطو ودې لپاره مهمه ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په کراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ ورکس كښې د پاك بحريه د درېم ملجم کلاس کاروېټ بحري بېړۍ پي اېن اېس بدر لانچنګ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ بحري بېرۍ د ترکيه اېم اېس اسفات په مرسته د کراچۍ په شپ يارډ جوړه كړې شوې ۔وزيراعظم ووئيل په دستوره كښې ګډون كول زما لپاره د اعزاز خبره ده، د پاك بحريه مشر، د ترکيه کمپنۍ او د شپ يارډ عملې ته په دې عظيمه كاميابۍ مباركي وركوم۔ ده ووئيل د تركيه صدر رجب طيب اردوان د پاکستان ورور او دوست دے او ھغوي د پاكستان كاز لوي پلوي دے، ده ووئېل د ھغوي په دور كښې د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې مستحكمې شوې او زمونږ اړيكې د خارجه پاليسۍ څخه بېړۍ جوړولو او ټرانسپورټ څه د صحت عامه تر څانګو پراخه شوي او دوه اړخيزه اړيكې به شريكې ګټې لپاره لوړې كچې ته رسوو۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه يو قام دے كوم چې په دوه بېلا بېلو هېوادونو كښې اوسي، د کرونا په مهال د بېړۍ جوړول د دواړو هېودونو لويه كاميابي ده او د پاك بحريه او د ترکيه كمپنو ترمېنځه مرستې سره به زمونږ اړيكې لا مستحكمې شي ٬ ده ووئېل مونږ به د تركيه پوهې او ټېكنالوجۍ څخه استفاده كوٶ، پاكستان اوږده ساحلې سيمه لري٬ تجارتي او صنعتي هلو ځلو ته وده وركولو سره مونږ مخ په وړاندې تللے شوو ۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبه د سيمې ايزو روابطو ودې لپاره مهمه ده او ګوادر د دې مركز جوړېږي، سي پېك ته تر تركيه او ايران پراختيا وركړې كېدې شي۔ ده ووئيل تركيه د كال 2005 زلزلې او د كال 2010 سېلاب نه پس د پاكستان بشپړه مرسته كړې او صدر رجب طيب اردوان او د ھغوي كورودانې د سېلاب ځپلو سيمو دوره هم كړې وه ٬ دا زمونږ د تاريخ ھغه يادګارې لمحې دي كومې چې مونږ هېرولې نه شو۔ په دې موقع وزيراعظم د کراچي شپ يارډ اينډ انجينئرنګ ورکس عملې لپاره د لس كروره روپو انعام اعلان هم وكړو
مونږ خپلې اړيكې لوړې كچې ته رسول پېل كړي ٬ پي اېن اېس بدر د پاك تركيه د همكارۍ غوره مثال دے ۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن