اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ په يوټېلټي سټورونو د اووړه٬چينو او غوړي په رعايتي بيعه د وركولو هدايت كړے ٬د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې او محصولات وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د صنعت او پیداوار وفاقي وزير سيد مرتضی محمود٬د خزانې او محصولات وزير مملكت عائشه غوث پاشا٬د پېټروليم وزير مصدق مسعود ملك٬وفاقي سېكترانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔اقتصادي رابطه كمېټۍ په يوټېلټي سټورونو د صنعت او پېداوار د وزارت لخوا د رمضان پېكج له مخې د بيعو په ځاې ساتلو د سمرۍ منظوري وركړه٬اوس به په يوټېلټي سټورونو 20 كلو اووړه د 950 روپو په ځاې په 800 روپۍ او چيني 70 روپۍ كلو او غوړي په 260 روپۍ كلو ترلاسه كېږي
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز