اسلام آباد 18مارچ(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي په ګلګت بلتستان پېكج زياتره كار بشپړ شوے٬د پېكج مقصد د ګلګت بلتستان د سماجي او اقتصادي پرمختګ رفتار ګړندے كول دي٬د پېكج له مخې د روزګار موقعې راپېدا كول دي٬د منطقې معاشي صلاحيت كارولے شوے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د ګلګت بلتستان په پرمختيائي پروژو د پېشرفت جاج اغستنې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن٬د منصوبه بندۍ سېكرټري ٬جي بي اېډېشنل چيف سېكرټري ٬د منصوبه بندۍ اېډېشنل سېكرټري او نورو سينئر افسرانو په غونډه كښې ګډون كولو۔وفاقي وزير ووئيل په جي بي پېكج كار تر ډېر حده بشپړ شوے او په يوه اونۍ كښې به دننه وزيراعظم ته وړاندې كړے شي۔ ده ووئيل د جي بي پېكج جوړولو مقصد خلقو ته د روزګار زياتې موقعې او د منطقې معاشي صلاحيت په ښه ډول محسوسولو سره د جي بي معاشرتي او اقتصادي پرمختګ تندول دي٬په پیكج كښې د څښلو پاكې اوبه٬ روغتيا٬د زده كړو او صلاحيتونو پرمختګ٬سېلګري٬ د نجي څانګې پرمختګ٬كركيله٬ د مېرمنو پرمختګ٬ معاشرتي خېرښېګړه او د ځوانانو په ډول بېلې ترجيحي څانګې شاملې دي
په ګلګت بلتستان پېكج زياتره كار بشپړ شوے٬د پېكج مقصد د ګلګت بلتستان سماجي او اقتصادي پرمختګ ګړندے كول دي۔ د وفاقي وزير اسد عمر د ګلګت بلتستان په پرمختيائي پروژو د پېشرفت جاج اغستنې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار