اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي)لومړۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې په هېواد كښې د برېسټ كېنسر څخه په مرګونو كښې كمي لپاره د شعور بېدارولو بشپره كمپائن او اقداماتو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه لومړۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي د نهې په ورځ په اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري كښې د برېسټ كېنسر په اړه د شعور بېدارولو كمپائن په لړ كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ بېګم ثمينه عارف علوي ووئيل د برېسټ كېنسر مخنيوي لپاره شعور بېدارولو٬ احتياطي تدبيرونه او درملنه ډېره ضروري ده، دا مرګونې رنځ په تندۍ سره خپرېږي٬ لوستې مېرمنې٬ ميډيا ٬ تعليمي ادارې او سركاري او غېر سركاري ادارې ده د دې رنځ په ضد د شعور بېدارولو په كمپائن كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔۔ په دستوره كښې د اسلام آباد ووېمن چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري عهدېدارو او غړو نه علاوه په لويه شمېره مېرمنو هم ګډون وكړو
په هېواد كښې د برېسټ كېنسر څخه په مرګونو كښې كمي لپاره د شعور بېدارولو بشپره كمپائن او اقداماتو ته اړتيا ده۔د لومړۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي اسلام آباد چېمبر كښې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا