اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي نړۍ كښې كوم هم هېواد داسې نشته كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد ئې يواځې جنګ ??ړې وي او داسې کامیابۍ ئې ترلاسه ??ړې وي كومې چې پاکستان ترلاسه ??ړې ،نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د هلو ځلو بې قدری کړې خو زمونږ عزم کمزورې شوې نه دے، نن پاکستان يو محفوظه هېواد دے، ، سی پیك پروژو سره به پاکستان د مينځني ختيز او اروپا سره وتړلې شي، د چیلنجونو د مقابلې كولو چل ??اځي ، اولس تل له انتها خوښې رد ??ړې ، قندوز كښې د كوچنيانو شهادت ، مقبوضه کشمیر كښې په يوه ورځ كښې د 17 ځوانانو شهادت غوندې پېښو سره انتها خوښې پيدا كېږي، نړيواله ورورولي دې مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو مخنيوي له هڅې وكړي، پاکستان د خپلې برخې کار ??ړې او کوي ئې، نړۍ دې هم د خپلې برخې كار وكړي۔ د زيارت په ورځ د ترهه ګرۍ مخنيوي نړيوال فورم ته خپل خطاب کښې وزیرا عظم ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې زيان پورته كرې۔پاکستان د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې د بینظیر بھټو شهیدې پشمول ګڼې قربانۍ ور??ړې ۔ ده ووئيل چرچ ، جومات ، سکول ، د مزارونو پشمول كوم هم ځائې د ترهه ګرو څخه محفوظ نه ؤ۔ ده ووئېل د افغان جنګ نه پس نشه ائ توكې عام شوې۔ په آرمی پبلك سکول بريد كښې د ماشومانو د شهادت پېښه د بدلون نقطه ثابت شوې او ټول قام په ګډه د ترهه ګرو په ضد د ج??ګ پريكړه كړې۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ سیاسی، ځاني او مالی زيان پورته كړې۔ده ووئيل په نېشنل ایکشن پلان عملدرآمد له د نيكټا ادارہ جوړه شوې ، د صورتحال مقابلې له سختو اقداماتو ته اړتيا وه۔ وزيراعهظم ووئېل پاکستان سرحدی او قبائلی سيمو كښې عمليات ??ړې او نن په وياړ وئيلې شوو چې زمونږ وسله والو ځواكونو، پولیس او قانون نافذ کوونكو ادارو او اولس په قربانیو مونږ په دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ده ووئيل مونږ دا ج??ګ په خپلو وسائلو كړې، کوم هم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد داسې جنګ نه دې ??ړې څنګه چې پاکستان ??ړې ، ده ووئېل د نړۍ كوم هم هېواد د ترهه ګرۍ مخنيوي له 2 لکھ عسكر نه دې تعینات كړې۔ ده ووئيل په دې جنګ كښې مونږ ډيرو ستونزو سره مخ شوې يو۔ نړۍ زمونږ هڅې کمزورې ??ړې خو زمونږ عزم ئې کمزورې نه كړو۔ ده ووئيل نن پاکستان يو محفوظ هېواد دے ٬ مونږ ترهه ګرو له ماتې ور??ړې او دا جنګ به تر منطقي انجام رسولې شي۔
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان غوندې کامیابی كوم بل هېواد نه دي ترلاسه كړې، د پاکستان اولس تل انتها خوښې رد كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ