اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي آئي ټي، سائنس او ټيکنالوجي او نورو څانګو كښې تند رفتاره پرمختګ ته اړتيا ده د ځوانان دې تعليم ته خاص پام لرنه وكړي، پاکستان د قائداعظمؒ او علامه اقبالؒ د خوبونو تعبير دے ٬ د يو پرمختګ كونكي هېواد جوړولو له بايد ځوانان كردار ترسره كړي، اذهان پرمختګ په نتيجه كښې پاکستان به د نړۍ د پرمختګ كوونكو هېوادونو په صف كښې شامل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ جناح کنونشن سنټر كښې نېشنل يوتھ کنونشن 2022 ته وينا كښې وكړه د كوم اهتمام چې د پاکستان انسټي ټيوټ فار کنفلکټ سټيډيز كړے ؤ۔ کنونشن كښې د پاك فضائيه پخواني مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان، د پاکستان انسي ټيوټ فار کنفلکټسټيډيز ډائريکټر جنرل ميجر جنرل (ر) سعد خټك او نورو مهمو شخصياتو نه علاوه د يوتھ ليډرز او زدكوونكو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ځوانانو ته ووئيل خپل ځان كښې اعتماد پيدا کړې ، د رښتيا عادت خپل كړې او بې ايمانۍ په ضد اودريږئ۔صدر ووئيل د پاکستان په جوهري طاقت اسلامي نړۍ فخر كوي، 1974 كښې د هند جوهري تجربې نه پس پاکستان پخپل محنت او هڅو په 7 كلونو كښې جوهري صلاحيت ترلاسه كړے چې د لارې ئې پاکستان خپل دښمن په يوه فاصله ساتلے او دا لويه كاميابي ده۔ ډاکټر عار ف علوي د نړۍ د دوه ځائيز معيار ذکر کولو سره ووئيل پاکستان 40 لکهه افغان كډوالو له 40 كلونو رهسې پناه وركړې ،د مسلمانانو په اقدار كښې د انسانانو سره د همدردۍ جذبه ده دغسې لويديز هېوادونه كډوال خپلو سيمو كښې نه پريږدي۔ده ووئيل پاکستان چې كله هم قدرتي آفت يا آزمائش سره مخ شوے ، ټول قام د حکومت د انتظار کولو نه غير د دې پخپله مقابله کړې۔ده ووئيل د 2005 زلزلې په مهال قام ځانګرې كردار ترسره كړے ، پاکستانے قام د خپل تقدير بدلولو بشپړ صلاحيت لري، قام د ترهه ګرۍ سخته مقابله کړې،د هېواد لپاره پاك پوځ قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل د هېواد بقا او ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره پوځ مهم كردار ترسره كړے۔ صدر مملکت وووئيل د هند په غير قانوني تسلط جمو او کشمير كښې د وګړو د خپلواكۍ حق او هند كښې د مسلمانانو پشمول اقليتونه ظلمونو سره مخ دي خو نړۍ دې څخه مخ اړولے دے۔ صدر مملکت ځوانانو ته ووئېل شاعر مشرق علامه اقبالؒ او قائد اعظم محمد علي جناحؒ چې كوم رياست جوړ كړے هغه ستاسو سره امانت دے۔ ده ځوانانو ته ووئيل خپل ځان كښې يووالي راپيدا كړې ، قام ستاسو نه اميدونه لري۔ده ووئيل آئي ټي، سائنس او ټيکنالوجي او نورو څانګو كښې تندر رفتاره پرمختګ ته اړتيا ده،ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پاکستان به يو پرمختګ كونكے هېواد جوړيږي۔کنونشن ته د پاك فضائيه پخواني مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان، پاکستان انسي ټيوټ فار کنفلکټ اسټيډيز ډائريکټر جنرل ميجرجنرل (ر) سعد خټك او نورو هم وينا وكړه
پاکستان د قائداعظمؒ او علامه اقبالؒ د خوبونو تعبير دے، دا يو پرمختك كونكے هېواد جوړولو له به ځوانانو له كردار ترسره كول وي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي نېشنل يوتھ کنونشن ته وينا
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم