اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كورنيو چارو وزارت ته امر كړے چې د بلاك شناختي ك??رډ جاري كولو كار دې اسان كړې شي چې دغسې د خېبر پښتونخوا پشمول د ټول هېواد اولس د ست??نز?? نه خلاص شي ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په ??ونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د محمد بشير خان د پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ايوان ته ووئيل د تېرې څه مودې راهسې د جعلي شناختي كارډونو مسئله راروانه ده۔ اوس سسټم اپ ګرېډ كړې شوې۔ د معاملې حل كولو كښې وخت لګي۔ د كله نه چې شهريار آف??يدي ذمه وارې پغاړه اخيستې نو بهتري راغلې۔ ده ووئېل دا مسئله په يوه ورځ دوه كښې نه شي حل كېدې۔ په ??ې به وخت لګي۔ د دې معاملې جاج اخستلې شي۔ د فصيح الله د ضمني پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل په كوز دير كښې 1459 كارډونه بلاك شوي وو چې پكښې 1426 د پاكستانيانو نه وو او 33 د نه حاضرېدو ل?? امله بلاك شوي وو۔ ده ووئيل شهريار آف??يدي سره به په ??ې معامله خبرې كولې شي۔ سپيكر رولنګ وركړو چې دا يوه مهمه مسئله ده۔ بايد د بلاك شناختي ك??رډ پرانستلو عمل اسان كړې شي چې دغسې د خلقو ستونزې لرې شي۔
د بلاك شناختي كارډز جاري كولو كار دې اسان كړې شي٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كورنيو چارو وزارت ته امر
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria