اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هندي فسطائي حكومت مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې سختې خلاف ورزۍ كوي۔ د كشمير خصوصي اهميت ختم كړې شوې او 113 ورځو څخه سخته كرفيو نافذ كولو سره د وګړو حقونه له منځه وړلې شوې دي۔ دهند اصل مقصد د كشمير جغرافيائي حېثيت بدلول دي۔ هند د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو او د بشري حقونو وضعه كړې شويو اصولو څخه سرغړونه كوي۔ ایوان صدر څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د قطر امری ګارډ کمانډر سټاف مېجر جنرل حزہ بن خلیل بن منصور الشهوانی سره خبرو كښې وكړه چا چې خپل پلاوي سره ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ ده ووئيل د هندي جنتا ګوند (بي جے پي) په مشرۍ كښې هندي حكومت هند ??ښې ټولو اقليتونو سره د دښمنۍ رويه خپله كړې ده۔ ??ه ووئيل په دې لړ كښې د نړيوالې و??ورولۍ ذمه واري ده چ?? د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل له په هند ??شار واچوي۔ اولس مشر په قطر زور راوړو چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو نړۍ ته په ډاګه كولو كښې د پاكستان د هڅو ملاتړ وكړي او ددې ستونزې هواري ??ښې خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر د پاکستان او قطر دفاعي ځواكونو ترمينځھ د مستقلو رابطو ستائنه وكړه۔ ??ولس مشر په كال 2016ء كښې د 57.74 ملین ډالر مالیت 8 سپر مشاک الوتكو په لوظنامه لاس ليك هم وستائلو او باور ئې و??كړو چې د لوظنامې ترمخه به اضافی مرمت او د تربیتی مرستې سره سره د 14 تربیت کار هوابازانو 23 ټېکنیشنز وركول هم باوري ??ولې شي۔ په دې مهال د قطر كمانډر ووئيل قطر په هره كچه د پاكستان ملاتړ مذهبي فرض ګڼي۔ کمانډر اولس مشر ته توره د ډالھ په توګه وړاندې كړه
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د قطر امري ګارډ کمانډر سټاف مېجر جنرل حزہ بن خلیل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں