اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د نن ماشومان د سباؤن مشران او د هېواد قېمتي اثاث?? دي۔ د ماشومانو نړيوالې ورځې په موقع په خپل ??ېغام كښې وفاقي وزير ووئيل چې د ماشومانو د ذهني ٬ جسماني او نفسياتي پالنې ف??ر او اقدامات د سباؤن د محفوظ پاكستان ضمانت وركوي۔ ده ووئيل چې حكومت د ماشومانو غوره پالنې لپاره د حمل په مهال د مئېندو روغتيا لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل چې د ماشومانو د غذائي كمي خاتمې لپاره صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كولې شي۔ ده ووئيل چې د ماشومانو غوره سباؤن ته وده وركولو لپاره دوي ته د روغتيا او تعليم مساوي موقعې وركول زمونږ قومي ذمه واري ده۔
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔