اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) پاكستان د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) اېګزېکټو بورډ صدر وټاكلے شو۔ ډی جی هېلت ډاکټر اسد حفیظ تېره ورځ په باضابطه توګه د اېګزېكټو بورډ چيئرمېن په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبال كړې۔ په 34 غړو مشتمل ګلوبل پالیسی فورم جېنوا كښې د 141 م سېشن په مهال پاكستان د بورډ صدر ټاكلے وو۔ د نېشنل هېلت سروسز وزيرې سائرہ افضل تارړ په دې كاميابۍ اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره يو لوئے درناوې او په نړيواله كچه د روغتيا په څانګه كښې د پاكستان د خذماتونو اعتراف دے۔ دې ووئيل پاكستان د روان كال اكتوبر مياشت كښې د روغتيا وزيرانو سيمه ايز كنفرنس كښې كوربتوب كولو له غوره كړې شوې په كوم كښې به چې نزدې د 22 هېوادونو وزيران ګډون كوي۔
مضمون کا ماخذ : کڑک