کراچۍ 05 نومبر (اے پي پي) وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې كله چې د نورو صوبو اولس ته ريليف وركولو لپاره په غنمو او په غله سبسډي وركوي٬ د پيپلز پارټۍ حكومت اولس د مافياز په رحم او ک??م پرېښې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پهو رځ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او په سندھ اسمبلۍ كښ?? د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ سره په ګورنر هاٶس كښ?? خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښ?? وكړه۔ فرخ حبيب ووئيل پيپلز پارټي په سندھ د تېرو 13 كالو راهسې حكومت كوي خو خپله ذمه واري نه اخلي او يواځې بهانې كوي٬ د پاکستان بيورو آف شماريات شمېرې ښودلو سره ده ووئيل کراچۍ كښ?? اوړو شل كلو په 1470 ٬ لاهور كښ?? په 1100 روپۍ خرڅېږي۔ ده ووئيل د پنجاب واكمنو په وخت په سبسډي بيعه غنم فلورملز ته وركول باوري كړي چې په سبب ئې هلته بيعه ټيټه شوېده۔ ده ووئيل وفاقي حکومت د سندھ واكمنو ته څو ځله ورياد كړې چې په سټورز كښ?? موجود 12 لكه ټنه غنمو ذخيره جاري كړۍ خو د سندھ واكدارانو په دې لړ كښ?? پرېكړې اعلان په 15م اكتوبر وكړه او د پنجاب واكمنو يوه نيمه م??اش?? وړاندې ريليز پې?? كړې ٶ۔ ده ووئيل سندھ د وفاقي حكومت مشوره نه ده قبول كړې كوم چې سندھ او پنجاب كښ?? د غنمو او اوړو په بيعه كښ?? د فرق سبب دے۔ فرخ حبيب ووئيل د چينۍ هم دا حال دې٬ پنجاب كښ?? چيني په 90 روپۍ كلو او د ترلاسه شمېرو له مخې په كراچۍ كښ?? په 125 روپۍ كلو خرڅېږي۔ ده پوښتنه وكړه د سندھ واكمن چرته دي او په دې لړ كښ?? د دوي مداخلت څه شو۔ ده زياته كړه چې په سندھ كښ?? فعاله شوګرملز هم بند دي
کراچۍ كښې اوړو شل كلو په 1470 ٬ لاهور كښې په 1100 روپۍ دي٬ پيپلز پارټۍ اولس د مافياز په رحم او کرم پرېښې دي٬ فعاله شوګر ملز بند دي۔ وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا