اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د پخوانۍ فاټا سيمو كښې اداره جاتي ډهانچه بشپړولو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي وفاقي حكومت د پخوانۍ فاټا مېشته وګړو ته آسانۍ وركولو او د بدلۍ عمل په ښه ډول تر سره كولو لپاره د صوبائي حكومت په معاونت سره كار كوي۔ لنډ مهاله وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ خېبرپښتونخوا كښې د امن او اما?? وضعې په لړ كښې په ګورنر هاٶس پېښور كښې د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، اعلٰې وزیراعلیٰ جسټس (ر) دوست محمد خان، چیف سېکتر، انسپکټر جنرل آف پولیس ، صوبائی الیکشن کمشنر او سینئر وفاقی او صوبائي چارواكي هم موجود وو۔ د پوليس آئي جي محمد طاهر د خلقو تحفظ ٬ املاك ٬ د جرمونو٬ د اشتهاري تورنو نيولو ٬ وسله ترلاسه كولو او د نېشنل اېكشن پلان له مخې د ترلاسه شوو اهدافو پشمول د امن او امان د اوسنۍ وضعې پحقله بريفنګ وركړو۔ ده غونډې ت?? ووئيل د كال 2004 نه د خېبر پښتونخوا پولېس 1306 اهلكارو د وظيفې ترسره كولو په مهال د ځانونو قربانې وركړي۔ غونډه صوبه كښې د سي پېك منصوبو تحفظ لپاره د صوبائي حكومت د امنيتي انتظاماتو نه هم خبر كړې شوه۔ د پوليس آئي جي غونډه فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام نه پس د صوبې د بدل شوي هېت په تناظر كښې د پوليس ض??ور??ونو نه هم خبر كړه۔ ده وضاحت وكړو چې د خېبرپښتونخوا پوليس نه علاوه ٬ فرنټيئر كانسټېبلري٬ لېويز٬ ګلګت بلتستان او د اے جے كے پوليس به هم صوبه كښې د كال 2018 ټولټاكنو په مهال امنيت باروري كولو لپاره په ځائي كولې شي۔ وزیراعظم د كال 2009 نه خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان صورتحال كښې د ځانګړي ښوالي ستائنه كولو سره صوبه كښې د امن بحالۍ لپاره د اولس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د قربانيو هم ستائنه وكړه ۔ وزیراعظم صوبه كښې ټولټاكنې په ښه ډول او سوله ايزې كولو لپاره په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ لنډ مهاله وزيراعظم په دې خبره ټېنګار وكړٶ چې ټولټاكنې آزاده٬ سپېځلې او په سوله ايز ډول كول د وفاقي او صوبائي حكومتونو شريكه ذمه واري ده ۔ د دې نه وړاندې د پېښور دورې په مهال وزيراعظم د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او لنډ مهاله وزيراعلٰې جسټس (ر) دوست محمد خان سره په ګورنر هاٶس كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل
مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك په مشرۍ كښې خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان