منيلا 04 نومبر (اے پي پي) فلپائن كښې ياغيانو سره په نښتو كښې دوه عسكر مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د فلپائني پوځ په قول وئيلي دي په مېنځنۍ صوبه كښې د نيو پيپلز آرمي (اېن پي اے) ياغيانو سره په نښتو كښې دوه عسكر مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د پوځ لخوا وئيلي شوي دي چې د كليوالو لخوا د ياغيانو د موجودګۍ په اطلاع سيمې ته پوځ لېږلې شوے ٶ٬ د نېګروس آكسيډينټل صوبه په ښاريه كښې دا نښه تر يو ساعت جاري وه خو د ياغيانو لخوا د كوم ځاني زيان اطلاع نه د ترلاسه شوې۔ د يادونې وړ ده چې د اېن پي اے ياغيان د كال 1969 څخه حكومت سره جنګېږي
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن