اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د پيپلز ګوند د اسمبلۍ غړي سيد مصطفٰی محمود بجټ تقرير ستائنه كړې۔ د نهې پھ ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث په مهال سيد مصطفٰی محمود چې كله تقرير كولو نو سپيكر هغه نه پوښتنه وكړه چې هغه د قامي اسمبلۍ د كومې كمېټۍ غړې دې په دې هغه ووئيل چې زه د نجكارۍ كمېټۍ غړې يم۔ سپيكر ووئيل زه پاكستان پيپلز ته سفارش كوم چې دې په فنانس كمېتۍ كښې پكار دې چې كله هغه خپل تقرير مكمل كړو نو سپيكر هغه ته شاباش وركړو او وې وئېل چې د سيد مصطفٰی محمود ښه تياري وه٬په ايوان كښې دا ډول د مقصد وړ مذاكره كول پكار دي
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha