اسلام آباد 21 مئي(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان د كرپشن خاتمې او د كروړونو خلقو د غربت نه خلاصولو پشمول چين څخه ډېر څه زده كوي، چين سره به مرسته زياتوٶ٬ د سي پېك له مخې صنعتي او رزعي څانګه كښې به هم مرستې ته وده وركولې شي، د پاك چين دوستۍ ژرړې تر اولسونو رسېږي ٬ اولس په دې پوهه دے چين يو داسې ملګرے دے چې په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د كراچۍ نيوكليئر پاور پلانټ ټو پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د 1100 مېګاٶاټ دا منصوبه خوشبينه او په دې لحاظ سره هم د اهميت وړ ده چې دې څخه به كلين انرژي پېدا كېږي، دا د پاكستان غوندې هېواد لپاره ډېره مهمه ده ځكه چې مونږ ګلوبل وارمنګ څخه متاثره يو او زمونږ انحصار په ګليشئيرز دے د كومې نه چې زمونږ دريابونو ته 80 فيصده اوبه راځي ٬ ده ووئېل كه مونږ د دې ګليشيئرز دغسې د ويلې كېدو لاره ونه نيسو او دې لپاره اقدامات ونه كړو نو زمونږ راتلونكې پېړۍ ته به د اوبو او خوراك مسئله رامخئ ته شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په ماضي كښې د اوبو توان ته دومره پام نه ٶ كړے څومره پوټېنشل چې موجود دے، د چين په مرسته د توان منصوبو په سبب پاكستان كښې افرادي قوت هنر مند كېږي او ټيكنالوجي هم منتقل كېږي، د پاور پلانټس په منصوبو 40 زره د چين كاركنانو كار كړے چې ورسره به مونږ ته خپل افرادي قوت ته د هنر زده كولو لپاره مرسته تر لاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل چين سره مونږ ډېر ځانګړے تعلق لرو ٬ نن چې كله مونږ د خپلو سفارتي اړيكو 70مه سالګره لمانځو نو دا اړېكې اوس تر اولس رسي او لا وده مومي۔ وزيراعظم ووئېل مونږ په ديني لحاظ سره يو خوا د اسلامي هېوادونو سره نزدې يو نو بلخوا چين زمونږ داسې ګاونډي هېواد دے د كوم په حقله چې زمونږ په اولس كښې دا سوچ پوخ شوے چې چين په هر سخت وخت كښې مونږ سره ولاړ دے۔ده ووئېل چين سره د پاكستاني اولس يو جذباتي تړون راپېدا شوے ۔ ده ووئيل د پاكستان چين سره اړيكې به لا وده ومومي او دا زمونږ نېك مرغي ده چې زمونږ ګاٶنډي هېواد نړۍ كښې د پرمختګ په زغل كښې ډېر وړاندې تللے او لا مخ په وړاندې روان دے۔ وزيراعظم ووئېل پاكستان د چين نه ډېر څه زده كولې شي٬ چين چې څنګه خپل خپرېدونكي ښارونه سنبهال كري د ھغې نه مونږ ډېر څه زده كولے شوو٬ زمونږ ښارونه هم ډېر غزېدلي، مونږ په دې لړ كښې د لويديز په ځاے د چين نه ډېر څه زده كولے شوو۔ ده ووئېل د چين قيادت ته مباركي وركوم چې ھغوي اعلان كړے چې د ډېر غربت مونږ ختم كړے ، ھغوي 70 كروړه اولس په 30 كالو كښې د غربت نه رابهر كړے ، مونږ له هم خپل اولس د غربت نه خلاصول دي په كوم ډول چې چين د كرپشن په ضد جنګ كړے مونږ له هم هغسې كول دي۔ ده ووئيل هغوي د لاندې كچې سره سره بره هم كرپشن ختم كړے او 425 شخصيات ته سزاګانې وركړې شوي كوم چې د وزير برابر وٶ۔ ده ووئېل هغوي د قانون سرلوړي قائمه كړې٬ زمونږ په هېواد كښې د 23 كالو راهسې نېب كار كوي خو مونږ په كرپشن قابو ونه موندلو ځكه چې مونږ د لاندې كچې خلقو ته لاس اچوٶ خو كرپش لويو خلقو ته په لاس اچولو ختمېږي۔ وزيراعظم د سي پېك، بي آر آئي په اړه د چين قيادت د وژن ستائنه كولو سره ووئيل د چين او پاكستان ترمېنځه زرعي ادارې او اقتصادي زونز جوړولو لپاره مرسته پراخه كېږي، مونږ په زرعي څانګه كښې هم د چين نه زده كړه كول غواړو۔ده ووئېل مونږ خپل زرعي او د لائيو سټاك صلاحيت او پېداوار زياتولې شوو، كه مونږ دا دوه چنده هم زيات كړو نو دې سره هم زمونږ مسئلې حل كېدې شي ځكه چې د چين څاروي زمونږ د څاروو نه پنځه چنده زيات پېۍ وركوي۔ وزيراعظم د بجلي ګھر منصوبې په اړه د مرستې ستائنې كولو سره د سفارتي اړيكو د سالګرې مباركي وركولو سره ووئيل چين سره مرسته به د داړٶ هېوادونو شريكې ګټې لپاره لا زياتولې شي۔
پاكستان د كرپشن خاتمې ٬ د كروړونو وګړو د غربت نه خلاصولو پشمول چين څخه ډېر څه زده كوي٬ 1100 مېګاٶاټ ګرين انرژي به د كراچۍ نيوكليئر پاور پلانټ ټو څخه راپېدا كېږي۔ د وزيراعظم عمران خان د پلانټ كے-2 پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis