اسلام آباد۔21اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي د كورونا كېسونو كښې د زياتوالي له امله جمعې ورځې نه نوې بندېزونه پېل كوؤ۔ كه د وبا زور مو مات نه كړو نو د لويو ښارونو بندولو نه سوا به بله كومه لاره نه لرؤ۔ د اېن سی او سی غونډې نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل غونډه كښې د كورونا صورتحال جاج واخستے شو۔ صورتحال ښه نه ښكاري۔ تېر كال قام په اېس او پېز عمل وكړو ولې د روان كال په مهال حفاظتي تدابير په نظر نه راځي دغسې انتظاميه هم كارروائي نه كوي۔ اسد عمر ووئيل كراچۍ كښې د كورونا كېسونو شرح 13 فیصده او حېدرآباد كښې 14 فیصده ده۔ روغتون ته د تلونكو رنځورانو شمېره 600 نه زياته شوې ده۔ هغه ووئيل په آكسيجن د رنځورانو شمېره 4500 نه زياته شوې ده د تېر كال په مقابله كښې دې كښې 30 فيصده اضافه شوې ده۔ ځينې ښارونو كښې د وېنټی لېټرز كارول 80 فيصده نه زيات شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل نن اېن سي او سي نورې پرېكړې كړې دي كومې به چې صوبو سره شيئر كوؤ او د جمعې په ورځ به دا پرېكړې اعلان كوؤ۔ هغه ووئيل حالات ډېر سخت دي اولس ته اپيل كوم چې سنجيدګي وښائي۔ مونږ سره آخري موقع ده۔ لا لويې ښارونه نه بندؤ٬ مونږ سره څو ورځې شته۔ كه قوم سنجيدګي اوښودله او مرسته په نظر راغله او انتظاميې هم خپل كردار ترسره كړو نو هيله ده چې دا ګام پورته نه كړؤ ګني بل صورت كښې به د لويو ښارونو بندولو نه غېر بله لاره نه وي۔
د كورونا كېسونو كښې د زياتوالي له امله جمعې ورځې نه نوې بندېزونه پېل كوؤ۔ كه د وبا زور مات نه شو نو د لويو ښارونو بندولو نه سوا به بله لاره نه وي۔ وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste