اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي فېډرل بورډ يف ريونيو (اېف بی آر) ته هدايت كړے دے چې هغه پخوانۍ فاټا سره د تعلق لرونكي كانديد د تقررۍ معاملې ته بيا كتنه وكړي كوم چې په تحريري امتحان كښې د اولني پوزيشن ترلاسه كولو باجود په انټرويو كښې په دې بنياد ملازمت څخه محروم كړے شوے چې ده ته د کووېډ-19 د لاسه اړوند پوهنتون څخه بېچلر ډګري تاخير سره جاري شوې ده۔ ده ووئيل اېف بی آر د كانديد په ډګرۍ د پوهنتون ښكاره بيان نظرانداز كړې په كوم كښې چې وئيلې شوې وو چې كانديد جون/جولائی 2021 څخه كوم هم ملازمت لپاره اهل دے ولې چې د ده ډګري د کووېډ-19 دلاسه د جون 2022 په آخر كښې جاري كړې شوې او په دې كښې د زده كوؤنكي هېڅ تېروتنه نه وه۔ اولس مشر دا پرېكړه په يوه داسې معامله كښې وكړه په كومه كښې چې حمزہ وزیر (شکایت کنندہ) په اکتوبر 2021 كښې ایف بی آر كښې د اسسټنټ (BS-15) چوكۍ لپاره درخواست وركړے وو۔ په تحريري امتحان كښې ده اولنے پوزيشن ترلاسه كړے وو۔ اېف بي آر انټرويو كښې ده ته ملازمت كولو څخه انكار 8 مياشتې تاخير سره ده ته د ډګري جاري كېدو دلاسه وكړو۔ په دې شكايت كننده وفاقي محتسب ته رجوع وكړه۔ هغه كېس چیئرمین اېف بی آر ته ولېږلو۔ دې څخه وروستو شكايت كننده وفاقي محتسب ته د نظرثانۍ خواست وكړو كوم چې په دې بنياد مسترد كړې شو چې په ټاكلې نېټه كانديد بېچلر ډګري نه لرله۔ دې څخه وروستو كانديد صدر ته درخواست وكړو۔ صدر د كانديد په حق كښې پرېكړه وكړه او د محتسب احكامات مسترد كولو سره يۍ د فاټا په كوټه د اسسټنټ چوكۍ لپاره د شكايت كننده د تقررۍ معاملې ته د بيا كتتنې هدايت وكړو
اېف بي آر دې پخوانۍ فاټا سره د تعلق لرونكي كانديد د تقررۍ معاملې ته بيا كتنه وكړي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي فېډرل بورډ آف ريونيو ته هدايت
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج