اسلام آباد 16فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د امريكې لپاره نومولي شوي سفير سردار مسعود خان د شورو په ورځ ليدلې دي۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سيمه ايز امنيتي صورتحال پشمول د پاك امريكا په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد سردار مسعود خان ته په امريكا كښې د سفير په توګه د تعيناتۍ مباركي وركړې۔ده د سردار مسعود خان د سفير په توګه د كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ دغسې سفير سردار مسعود خان هم د كورنيو چارو وزير سره د پاك امريكا اړيكو او په نورو چارو لارښونه ترلاسه كړه۔
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ