اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم ??ان سوري وئيلي دي د پاكستان آئین هېواد كښې مېشته اقلیتونو ته د مذهبی،كلتوري او معاشی آزادۍ ضمانت وركوي، پاکستان د بيلو تهذیبونو هېواد دے او د بيلو مذهبونو مننونكې دلته په امن او سكون سره ژوند كوي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د خېبر پښتونخوا اقلیتی ځ??ان??نو يو پل??وي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو پھ ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي وزیر زادہ په مشرۍ كښې د دوهم سپیکر سره په پارلمان كښې ليدلې وؤ ۔ پل??وي كښې مسیحې، هندو، ??کھ?? قلاش او د نورو مذهبونو ځ??ان??ن شامل وؤ۔ دوهم سپيكر د هېواد په پرمختګ كښې د اقلیتونو خذمات ستائلو سره ووئيل د هېواد په جوړولو كښې اقلیتونو مهم كردار ترسره كړې او دا مهال هم اقلیتونو سره تعلق لرونكې كسان د ژوند په بيلو څانګو كښې پھ زړه پورې خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل مونږ ټول د دې هېواد وګړي يو او دا زمونږ كور او او زمونږ پيژندګلې ده ٬ مونږ ټول يو قام جوړيدو سره د هېواد تعمیر او پرمختګ كښې كردار ترسره كوو۔ده ووئيل هند سره د اوسني تاؤ ترېښوالې په مهال قام چې د كوم اتحاد او يووالې څركندونه كړي هغه د ستائنې وړ ده۔ ده د اقلیتونو د حقونو تحفظ له د عزم څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع قامی اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ دوهم سیکتر محمد مشتاق ګډون كوونكو ته د قامی اسمبلۍ او قائمه کمېټيو جوړولو او د کار تګلارې او آئین كښې د اقلیتونو پھ اړه په دفعات تفصیلی بری??نګ وركړو۔ د خېبر پښتونخواہ اسمبلۍ غړي وزیر زادہ د دوهم سپيكر مننه كولو سره ووئيل حکومت د اقلیتونو د حقونو تحفظ او ټول سیاسی او سماجی څانګو كښې د هغوي شمولیت باوري كولو له پورته كړې ګامونه وستائل
د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري د خېبر پښتونخوا اقلیتی ځوانانو پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا