اسلام آباد۔19ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په نيويارک کښې د ملګرو ملتونو سېکرټرېټ لابي کښې د عکسونو نندارتون جوړ کړې دې چې پکښې د موسمياتي بدلونونو له امله په پاکستان کښې د وروستيو سيلابونو په نتيجه كښې د رامخې ته شوې تباهۍ مناظر ښودلې شوي دي۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ کښې دې ووئيل دا نندارتون به روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې هم دوام لري۔ دې ووئيل د سېلاب له امله رامنځته شوې تباهۍ سره اړوند عكسونه د ملګرو ملتونو سېکرټرېټ لابي كښې نن نصب كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری