اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي)سېنېټ ته وئېلي شوي دي د ورسك بجلي ګهر پېداواري استعداد زياتولو لپاره لوظ نامه شوې ده ۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د احمد حسن٬محسن عزيز٬جهانزېب جمالديني د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير خواجه آصف ووئيل د ورسك بجلي ګهر استعداد 243 مېګاواټ ؤه خو د پخوانۍ مشينرۍ په سوب د پېداواري استعداد 185 مېګاواټ ته راغلې۔ده ووئيل د برېښنا پېداواري استعداد بحالۍ له 2 كروړه 22 لكه روپو پي سي ون منظور شوې۔ ده وئېل د قرض لپاره په لوظ نامه لاس ليك شوې۔وفاقې وزير ووئېل د تعميراتي كارونو څارنې له د كنسلټنټس خذمات ترلاسه كولو عمل روان دے
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش