اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي پاكستانۍ مېرمنې صلاحيت لرونكې دي او په كومه هم څانګه كښې د كاركردګۍ څرګندونه كولې شي۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې اولنې مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي د نېول كمپلېكس دوره وكړه۔ هغې د پاکستان نېوی وېمن اېسوسی اېشن تر انتظام لاندې نندارتون او فېملي فېسټيول كښې ګډون وكړو۔ بېګم ثمينه عارف علوي د نندارتون پرانسته وكړه۔ هغې په نندارتون كښې ژوره خوښي ښكاره كړه او په نندارتون كښې اېښودلې شوې آرټ او دستكاري يۍ وستائله۔ هغې ووئيل پاكستانۍ مېرمنې صلاحيت لرونكې دي او په كومه هم څانګه كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولې شي۔ په نندارتونو كښې غېر ملكي مېرمنو هم ګډون وكړو
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون