اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) صدرمملکت ډاکټرعارف علوي په تحقيق او جدت اډانه د تعليم ودې لپاره په اقداماتو ټېنګار كولو سره وئيلي دي چې پوهنتونونه دې د څلورم صنعتي انقلاب ضرورتونو له مخې زده كوٶنكي تيار كړي٬ حكومت پنځوس زره زده كوٶنكو لپاره د احساس انډر ګرېجوېټ سكالرشپ پروګرام معرفي كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د لمز يونيورسټي ريکټر شاهد حسېن لخوا د پوهنتون په كاركردګۍ د بريفنګ په مهال كړې۔ صدر ډاکټرعارف علوي ووئيل جامعات دې په تحقيق او جدت آډانه تعليم ته ودې وركولو لپاره اقدامات وكړي٬ پوهنتونونه دې د څلورم صنعتي انقلاب ضرورتونو له مخې زده كوٶنكي تيار كړي۔ ده ووئيل پوهنتونه دې په نړيواله او په قامي كچه نورو پوهنتونو سره اشتراك زيات كړي٬ د تعليم ودې لپاره د اېچ اي سي او پوهنتونو ترمېنځه روابط لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت ووئيل تر لرې پرتو سيمو تعليم خپرولو لپاره دې پوهتنونونه خپل آن لائن صلاحيتونه بهتر كړي، حکومت د تعليمي څانګې بهترۍ لپاره خاص اقدامات كوي٬ حكومت پنځوس زره زده كوٶنكو لپاره د احساس انډر ګرېجوېټ سكالرشپ پروګرام معرفي كړے دے۔ په دې موقع صدر مملکت د معياري تعليم ودې لپاره د لمز يونيورسټۍ د هلو ځلو او خدماتو ستائنه وكړه
صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ته د لمز يونيورسټي ريکټر شاهد حسېن لخوا د پوهنتون په كاركردګۍ بريفنګ
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea