اسلام آباد 02 جون (اے پي پي)د ګرد هېواد علماﺀ كرام او مشائخو د كرونا وائرس وباء څخه تحفظ لپاره اهميت رامخې ته كولو ته صلاح يوه كړې ٬ دا خبره صدر ډاکټر عارف علوي د ګرد هېواد علماﺀ كرامو او مشائخو سره د مشاورتي غونډې نه پس په جاري اعلاميه كښې كړې۔ صدر ډاکټر عارف علوي سره د ګرد هېواد جيد علماء کرام او مشائخ عظام د كرونا واکسين پحقله مهمه غونډه د شورو په ورځ شوې ٬ په مشاورتي غونډه كښې د مذهبي همغږۍ وفاقي وزير پير نور الحق قادري، د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاکټر قبله اياز او د بلوچستان او ګلګت بلتستان ګورانو نه علاوه د څلورو واړو صوبو علماﺀ کرام او دغسې د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان علماء هم د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې په مشاورتي غونډه كښې په دې نكات اتفاق راغلے چې د اولس د ځان او صحت حفاظت د دين او شريعت په مقاصدو كښې يو دے۔ داسې وئيلي شوي چې كرونا يو وبائي رنځ دے او د دې مخنيوے او د درملنې اهتمام كول نه يوازې د شريعت تقاضا ده بلكې امر هم دے ٬ د کرونا وباء څخه د لكهونو په شمېر كسان مړه شوي٬ د صحت پوهان هم د دې مستقل مخنيوي لپاره په واكسين لګولو زور رواړي٬ علماء او مشائخ هم د صحت د پوهانو رائے ته اهميت وركوي٬ د دې نه علاوه د كرونا واكسين د استعمال ترغيب د علماﺀ كرامو او مشائخو په فرائضو كښې شامل دي ۔ په اعلاميه كښې په دې خبره هم اتفاق راغلے چې د واكسين لګولو چې څومره زيات اهتمام وكړےشي نو دومره به د وبائي رنځ مخنيوے موثره شي او معاشتري او معاشي چارې په خاص توګه صنتونه او د خواري كښو كار به په ښه ډول روان وي۔ د اعلاميې له مخې پاكستان كښې چې دا مهال د كرونا واكسين مخنيوي لپاره كوم واكسينز رجسټر شوي د ھغې په اجزاء علماء او مشائخ د اطمينان څرګندونه كړې او واکسين لګولو لپاره به اولس ته ترغيب وركولو لپاره علماء و مشائخ په جوماتونو ، امام باړو، خانقاګانو او د مدارسو څخه موثره او مثبت غږ پورته كوي٬ علماء کرام او مشائخ عظام د دې نه وړاندې هم د واكسين لګولو تلقين كړے او د منبر او محارب څخه به په راتلونكې جمعه هم د واكسين لګولو خاص تلقين كوي او د اعلانونو دا لړۍ به په نورو خطبو كښې هم روانه ساتلې شي۔
د ځان او صحت حفاظت د دين او شريعت په مقاصدو كښې شامل دي ٬ كرونا يو وبائي رنځ دے د دې مخنيوے او د درملنې اهتمام كول نه يوازې د شريعت تقاضا ده بلكې امر هم دے ٬ علماﺀ كرام او مشائخو سره د كرونا واكسين پحقله د صدر ډاكټر عارف علوي د مشاورتي نشست جاري اعلاميه
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت