اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې د كاروبار او تجارتي چارو خاص استازي دلاور سيد د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير د خاص استازي دلاور سيد په پاكستان كښې هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري روابط ښه والي كښې ئې د هغه كردار وستائېلو۔خارجه وزير د اړيكو او په خاص توګه تجارت ته د پراختيا وركولو په اهميت زور راوړولو سره ووئيل د خاص استازي دوره د دې اهميت څرګندونه ده۔ده ووئيل سږ كال د پاكستان او امريكې ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره ده كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د روابط زياتولو موقع هم ده۔خارجه وزير په دې مهال د موسمياتي بدلون٬روغتيا٬توان او تجارت او سرمايه كارۍ په فريم ورك د خبرو اترو د لارې د پېدا شوي مصروفيت د صحت مند رفتار ذكر وكړو ۔خارجه وزير ووئيل امريكا د پاكستان تر ټولو لويې برآمدي منډۍ او د سرمايه كارۍ يوه لويه ذريعه ده۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان ماركيټ امريكائي سرمايه كارو ته د سرمايه كارۍ زياتې ګټې له موقع وركوي۔خاص استازي دلاور سيد په ملاقات د خارجه وزير مننه وكړه او د خپلې دورې په مهال يې په تعميري خبرو د اطمينان څرګندونه وكړه۔دوي دې خبرې ته صلاح شول چې تجارتي اړيكو ته پراختيا وركول او سرمايه كارۍ كښې د اضافې امكانات موجود دي۔ده دا هيله هم څرګندونه كړه پاكستان به تكنيكي پرمختګ روان ساتي كوم به چې د سرمايه كارۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره آسان وي۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره د امريكې د تجارتي چارو خاص استازي دلاور سيد وليدل
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ