اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې وفاق?? وزير اسد عمر او د كورنيو چارو وفاق?? وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په هېواد كښې به پرېكړې حرام پېسې جوړونكي نه بلكې اولس كوي، عمران خان نه يوازې د پاكستان بلكې د امت ليډر دے، دا جنګ به عمران خان پاكستان ل??اره نه اسلامي امت لپاره ګټي، اولس خواهش لري چې نواز شريف، شهباز شريف او آصف علي زرداري په زندان كښې وي. د اتوار په ورځ په پرېډ ګراٶنډ كښې د امر بالمعروف غونډې ته په خپله وېنا كښې وفاق?? وزير اسد عمر ووئيل چې د انسان پېژندګلي د دې نه كېږي چې د هغه مخالفت څوك كوي، په دې وخت كښې د عمران خان په ضد هغه خلق ولاړ دي كوم چې په سياست كښې حرام پېسه كاروي. په دې كښې د يو رپېدل پښې دي، بل فضل الرحمان دے كوم چې ځان ته مولانا وائي خو وائي چې جوبائيډن د نړۍ ليډر دے، هغه د فضل الرحمان ل??ډر كېدے شي خو زمونږ نه دے. وفاق?? وزير ووئيل چې عمران نړۍ ته وئيلي دي چې مونږ ټولو سره په امن تلل غواړو خو مونږ غلامي نه قبلوو. ده ووئيل چې ټولټاكنې به به په كال 2023م كښې كېږي خو چې څنګه وزيراعظم قوم راويښ كړے دے ز??ا زړه غواړي چې نېټه بدله شي چې دغسې دوي ته معلومه شي چې پاكستان چا سره ولاړ دے. غونډې ته د كورنيو چارو وفاق?? وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې يو محبت د اقتدار وي او يو محبت د اولس وي. اولس وزيراعظم سره محبت كوي. ده ووئيل چې غله او شوكمار يو ځائ شوي دي، ګېنګ آف تهري د قذافي، صدام حسېن او اسامه مال هم نه دې پرېښي، نواز شريف سازش كولو سره لندن ته لاړو. ده ووئيل چې قوم ګراني زغملې خو خواهش لري چې نواز شريف، شهباز شريف او آصف زرداري په جېل كښې وي. په دې موقع د سندھ ګورنر غونډه ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دوه مږې په لندې كښې پټې دي او درې په پاكستان كښې دي.
په هېواد كښې به پرېكړې حرام پېسې جوړونكي نه بلكې اولس كوي، عمران خان نه يوازې د پاكستان بلكې د امت ليډر دے. د وفاقي وزيرانو اسد عمر او شېخ رشيد احمد په پرېډګراٶنډ كښې د امر بالمعروف غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔