اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د ښه اسلوب حكمرانۍ او د فعاله نګرانۍ د لارې سركاري ملكيتي ادارو كښې د زيان كموالي لپاره د هڅو په ضرورت زور راوړې ۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په سركاري ادارو كښې د ګورننس ښه والي او سرم??يه پاكستان لمېټډ كردار په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړی۔ سږ كال په وړومبو غونډو كښې كابينې سرم??يه پاكستان لېمټډ(اېس پي اېل)جوړ ك??ی وو چې ??قصد يې سركاري ادارو كښې ګورننس ښه والي لپاره پیشه وره مهارت كارولو سره هغه ګټورې جوړول دي۔په غونډه كښې شوكت ترين او زبير سومرو پشمول نامتو پوهانو د اقتصاديات او د خزانې وزارت سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د سركاري ملكيتي ادارو د موجوده حالت تفصيلي جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې پريكړه وكړی شوه چې د سرم??يه پاكستان بورډ بيا جوړول او سرم??يه پاكستان لېمټډ پیشه وره مهارت څخه استفاده كوونكې او فعاله نګرانۍ كښې د راتلونكو مجوزه ادارو نامې او نور تفصيلات د كابينې كمېټۍ پروپوزول د لارې وزيراعظم ته به لېږلې شي۔د وزيراعظم صلاحكار د ښه اسلوب حكمرانۍ او د فعاله نګرانۍ د لارې سركاري ادارو كښې د زيان كموالي لپاره د هڅو په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل ښه اسلوب حكمرانۍ او د فعاله نګرانۍ د لارې د ځينې سركاري ملكيتي ادارو كاركردګۍ كښې ځانګړی ښه والي راغلې او د دې په نتيجه كښې د ادارو زيان هم كم شوې
د وزيراعظم د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې په سركاري ادارو كښې د ګورننس ښه والي او د سرمايه پاكستان لمېټډ كردار په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج