اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئېلي دي پي ټي آئي اروپائې ائتلاف ته په غلط بیانۍ اډاڼه بیانیه وركولو د پاکستان خلاف سازش کوي ، دا هغه خلق دي چا چې په 9 مئي بريد كښې د شھيدانو یادګارونه وران كړي ، د پي ټي آئي وياندو ته د زندان څخه هېواد ته د زيان رسولو ھدایات تر لاسه كېږي ، چا له به معیشت ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو ، د عمران خان پشمول د ټولو بنديوانو امنيت باوري كول د زندان چارواكو او اړوند حکومت ذمه واري ده۔ ده د شورو په ورځ پي ټي وي ھیډکوارټرز كښې پریس کانفرنس ته خطاب کولو۔ وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ??وئ??ل د اطلاعات وزير په توګه به پورا کوشش كوم جې میډیا ورکرز او د خبريالانو ښیګړې له ګامونه پورته كړم ۔د وزارت دروازې د خبريالانو لپاره پرانستې دي ،زه به هڅه كوم چې د حکومت او میډیا تر مينځه د پل کردار ادا کړم ۔ ده ??وئ??ل وزیراعظم شھباز شریف د منصب سنبھاولو سره معیشت ته د پیښو چیلنجونو مخ نيوي له په تګ لاره كار شروع كړو، تېره ورځ بلومبرګ د پاکستان معیشت بھتر کولو صلاحیت په اړه د وزیراعظم ذکر وكړو ۔بلومبرګ د محمد اورنګزیب ټاكنه د خزانې وزير به توګه غوره ګرځولې ۔ ده ??وئ??ل د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په نړيواله كچه يو تجربه لرونكے معیشت پوهه دے ۔ ده ??وئ??ل څه سیاستمدار د خپل سیاست په خاطر د ریاست زيا?? كوي ، چا له به معیشت ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو ۔ وفاقی وزیر ??وئ??ل د معیشت سمولو له تګلاره جوړېږي او اقدامات کېږي ۔ د معیشت بھترۍ لپاره وزیراعظم شپه ورځ كار كوي ۔ ده ??وئ??ل وزیراعظم هره ورځ درې څلور غونډې د معیشت په حقله كوي۔ وزیراعظم د ګرانۍ او بے روزګارۍ ختمولو لپاره کار کوي ۔ بل پلو يو سياسي ګوند دے چا ته چې د ځان نه غېر نور څه نه ښكاري او د پاكستان د سالمتيا هيڅ پروا نه لري ۔ ده ??وئ??ل د پاکستان چې جی ایس پی پلس اسټیټس چې شته نو زرمبارله به راځي ، زمونږ برآمدات به زياتېږي ، د روپۍ قدر به مستحکم شي، ګراني به كمه شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي ۔ ده ??وئ??ل ځېنې خلق یورپي یونین سره په رابطه کولو د هغوي ته د جي ایس پي پلس اسټیټس د بېرته اغستو وائي كومه چې د پاکستان غریب اولس د ستونزو ښکار کولو ناوره هڅه ده۔ ده ??وئ??ل عمران خان په زندان كښې د بادشاهګانو ژوند تېروي ، عمران خان له يو كوټه نه بلکې پورا ګیلري د واك لپاره وركرې شوې ۔د زندان مینوئل 1978ءتر مخه ھر بنديوان سره په اوونۍ كښې يو ځل د ملاقات كولو اجازه وي، باني چیئرمین پي ټي آئي ته په اوونۍ كښې د 4 ملاقاتونو اجازه وركړې كېده ۔يو ملاقات د وکیلانو، يو د دوستانو، يو ملاقات د سیاسي ملګرو او يو ملاقات د كورنۍ خلقو لپاره ؤ ۔ ده ??وئ??ل عمران خان چې د كله نه به زندان كښې دے په سوونو ملاقاتونه ئې كړي ،دغسې عمران خان له د ایکسرسائز سامان وركړے شوے۔ ده ??وئ??ل اډیاله زندان سره نزدې د تخریب کارۍ په اطلاعات په ملاقاتونو بندیز ولګولے شو، دا خبره بې بنسټه ده چې عمران خان له په زندان كښې سھ??لیات نه وركړے كېږي، ده ??وئ??ل باني چیئرمین پي ټي آئي له چې څه وركړے شو هغه تر نن ورځې بل سیاستمدار له نه دي وركړے شوي ۔
پي ټي آئي وياندو ته د زندان څخه هېواد ته د زيان رسولو ھدایات تر لاسه كېږي ، چا له به معیشت ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو، عطاء الله تارړ
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha