اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د سوئېلي افريقې د نېشنل ډيفنس فورس چيف جنرل روډزاني ميپهواني د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔د پاك فضائيه وياند له مخې د سوئېلي افريقې نېشنل ډيفنس فورس چيف د پاك فضائيه پېشه وره پوهه او پي اے اېف لخوا په تېرو كلونو كښې په خاص توګه د خود انحصارۍ په مېدان كښې شوي غېر معمولي پېشرفت وستائېلو۔ايئر چيف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ښې اړيكې قائم دي ۔ده د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه موجوده دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے هم وكړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او پيشه وره مرستې په بېلو چارو خبرې وشوې
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania