اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) پاكستان كښې د سعودي سفير علي عبدالله مرذوق الزاهراني د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د مخه ښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سفير سره په خبرو كښې ووئيل هغه پاكستان كښې د خپلې مودې په مهال دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو له مهم كردار ترسره كړی۔ده د سعودي سفير خذمات ستائېلو سره د هغه د سباؤن ذمه وارو له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د سعودي سفير د پاكستان حكومت ٬اولس د سعودي عرب سره د ښو اړيكو جذبه ستائېلو سره ووئيل ما په پاكستان كښې محسوس كړی چې زه په خپل كور كښې يم ځكه چې د پاكستان اولس سعودي سره بې كچه مينه لري۔ده سردار محمد يوسف د اړخه د خېرسګالۍ په جذبه د هغه مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی