لاهور05 اپرېل (اے پي پي) د پنجاب د لاهور ښار په بېديا سړك بهټه چوك سره نزدې د مردم شمارې د عملې په ګاډي كښې د بمي چاٶدنې په نتيجه كښې د 4 عسكرو پشمول 5 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د تفصیلاتو له مخې په بېديا سړك د مردم شمارې د عملې په ګاډي كښې پوځي ځوانان او سوېلين عمله ناسته وه چې پكښې زوروره چاٶدنه وشوه۔ د چاٶدنې نه سمدستي ورستو 1122 ٬ اېدهي اېمبولېنسز او د مرستې نورې ډلې سيمې ته راورسېدې۔ ژوبل شوي كسان سي اېم اېچ ٬ جنرل روغتون او نورو روغتونو ته منتقل كړې شوي۔ د چاٶدنې نه پس د لاهور كمشنر عبداللہ خان سنبل او نور چاروواكي د سيمې ځائ ته لاړل۔ په دې موقع خپل خبرو كښې د لاهور كمشنر ميډيا ته ووئيل د مردم شمارې د عملې په ګاډي كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې د 4 پوځي ځوانانو پشمول 5 كسان شهيدان او 19 ژوبل شوي دي۔ده ووئيل چې د پېښې ځائ د څخه شواهد راغونډ كړې شوې دي او د بمي چاٶدنې يا ځانمرګي بريد په اړه به د فرانزك راپور نه پس حتمي پرېكړه كولې شي
د لاهور په بېديا سړك د مردم شمارې د عملې په ګاډي كښې په چاٶدنه كښې د 4 عسكرو پشمول 5 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا