اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي چې كه په هېواد كښې د كورونا صورتحال بهتر نه شو، نو نورې سختې پرېكړې به كول وي، د كورونا په وجه مو دوه اونۍ وړاندې په بندېزونو كښې اضافه كړې وه، مونږ بندېزونه په خوشحالې نه لګوو، په هېواد كښې كورونا په تندې سره خپرېږي او تر خطرناك حد خپره شوې، د دې وجه په برتانيه كښې رامخې ته شوې نوے وائرس دے، وبا نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله نړۍ كښې په تندې سره خپرېږي، په هند كښې وبا ډېره په تندې سره مخ په زياتېدو ده. ده دا خبرې د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې خلق اندازه نه لري چې د كورونا دريمه چپه څومره خطرناكه ده. د برتانيې څخه راغلې وائرس په تندې سره خپرېږي، وبا يوازې په پاكستان نه بلكې په ټوله منطقه كښې په تندې سره خپرېږي. اسد عمر ووئيل چې د كورونا دريمه چپه په تندې سره مخ په زياتېدو ده، پرون 2842 رنځوران په اندېښمن حالت كښې موجود وو. د تېرو 12 ورځو په مهال د رنځورانو شمېره په تندې سره زياته شوې، كه په دې رفتار د رنځورانو شمېره زياتېږي نو مونږ د وړومبې چپې د لېول نه هم بره لاړ شو. ده ووئيل چې په روغتونونو كښې د كورونا د رنځورانو شمېره مخ په زياتېدو ده. په هند او بنګله دېش كښۍ هم وبا په تندې سره خپرېږي. ده ووئيل چې په اېن سي او سي كښې د كورونا په اړه سباٶن په نظر كښې ساتلو سره پرېكړې كولې شي. ده ووئيل چې زمونږ مقصد يره خپرول نه دي، دا د ليډرشپ ښودنې وخت دے، دا د پېغام خپرونې وخت دے چې خلق دې د وبا څخه بچ كړې شي. دا وبا چې دومره خپره نه شي چې د خلقو روزګار بند كړې شي. اسد عمر ووئيل چې كوشش كوو چې د خلقو روزګار ته زيان ونه رسي. كه مونږ په سمدستي توګه اقدامات ونه كړل نو داسې صورتحال رامخې ته كېدے شي چې نور بندېزونه ولګي.
كه په هېواد كښې د كورونا صورتحال بهتر نه شو، نو نورې سختې پرېكړې به كول وي. د اسد عمر خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے